امریکا د افغان کورنیو لپاره ځانګړی ویب سایټ جوړ کړی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې امریکا د افغان کورنیو د بیا یوځای کېدو او په امریکا کې د مېشتېدنې له پروګرامونو سره مرسته کړې ده، خو د سرچینې په حواله، لا هم یو شمېر افغانان چې د دغو پروګرامونو شرایط پوره کولی شي، له ستونزو سره مخامخ دي.
(2022 / 11 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل رسمي ویب سایټ کې د افغان کورنیو د یو ځای کولو تر نامه لاندې ځانګړې پاڼه پرانیستې ده.
دغه وزارت وايي، موخه يې دا ده چې له لارې یې په دغه هېواد کې مېشت افغانان وکولی شي، چې د خپلې کورنۍ غړي امریکا ته وغواړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې امریکا د افغان کورنیو د بیا یوځای کېدو او په امریکا کې د مېشتېدنې له پروګرامونو سره مرسته کړې ده، خو د سرچینې په حواله، لا هم یو شمېر افغانان چې د دغو پروګرامونو شرایط پوره کولی شي، له ستونزو سره مخامخ دي.
اړوند موضوعات:
د راپور له مخې، د دې ځانګړې پاڼې د جوړولو موخه له هغو افغان کورنیو سره مرسته ده چې تر دې دمه له یوه بله جلا دي.