امریکا کې درې افغان کډوالو یو بل افغان کډوال وژلی دی

امریکا کې درې افغان کډوالو یو بل افغان کډوال وژلی دی
د ویرجینیا پولیسو د نیولشویو کسانو هویت په ډاګه کړی او ویلي یې دي چې نورزاد ناصري، همایون ناصري او جهادالله ناصري یې د قتل په تور نیولي دي.
(2022 / 6 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې د امریکا په ویرجینیا ایالت کې درې افغان کډوال د یوه بل افغان د وژلو په تور نیول شوي دي.
د (NBC12) سایټ خبر ورکړی چې درې افغان کډوال د شنبې په ماښام د ویرجینیا ایالت پولیسو له یوه پلورنځي څخه د قتل په تور نیولي دي.
د راپور له مخې، وژلشوی کس د «خالد ناصري» په نامه یو افغان کډوال و چې دریو نورو افغان کډوالو په چړو وهلی و.
٢٥ کلن خالد ناصري تر ټپيکېدو وروسته روغتون ته وړل شوى او هلته مړ شوی و.
د ویرجینیا پولیسو د نیولشویو کسانو هویت په ډاګه کړی او ویلي یې دي چې نورزاد ناصري، همایون ناصري او جهادالله ناصري یې د قتل په تور نیولي دي.
په راپور کې د دغو نیولشویو کسانو د برخلیک په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.






