اسلام اباد کې د ا.ا سفیر د افغانستان او پاکستان اقتصادي اړیکو تر سرلیک لاندې وېبېنار کې ګډون وکړ.
اسلام اباد کې د ا.ا سفیر د افغانستان او پاکستان اقتصادي اړیکو تر سرلیک لاندې وېبېنار کې ګډون وکړ.
14 نومبر 2022
په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد سفارت سرپرست، محترم م.سردار احمد شکېب، د اسلام آباد د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په کوربه توب د افغانستان او پاکستان اقتصادي اړیکو تر سرلیک لاندې وېبېنار کې ګډون وکړ.
ښاغلي شکېب په لومړي سر کې له یاد مرکز څخه د دغه ویبنار د جوړولو په پار مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې ویبنار به دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي مسايلو ته د لا زياتې پاملرنې او د شته ستونزو د حل لپاره یو ښه فرصت وي.
ښاغلي شکېب ټینګار وکړ چې پاکستان او افغانستان د یو بل ستر سوداګریز شریکان دي او اسلامي امارت دغه شراکت د لاپراخوالي په لټه کې دی.
نوموړي زیاته کړه چې د اپټا او مزارشریف-کابل-پېښور ریل پټلۍ د پروژو په ګډون، په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ۲۲ سوداګریزو اسانتیاوو هوکړه شوې.
د سفارت سرپرست په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو کې پر شته ستونزو وغږېد.
ښاغلي د تادیاتو غیر منظمه تصفیه، دګمرکي محصول زیاتوالۍ، د ویزو په برخه کې د افغان ډریورانو ستونزې، له افغان ډریورانو سره د پاکستاني چارواکو بد چلند، په واګه کې د افغانستان له وچو میوبار ګاډو تمول او نور اړوندو ستونزو رڼا واچاوه.
اړوند موضوعات
په پاکستان کې لوی افغان سفارت وایی: لادرکه شوې افغان محصل خپل پوهنتون ته بیرته ستون شوی.
افغانستان لپاره د پاکستان پخوانۍ سفیر، منصور احمد خان په ګډون د ویبنار نورو ګډونوالو هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ملیاردونو ډالرو په ارزښت سوداګریز ظرفیت څخه پر ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.