د ایران قضایي ادارې یو کس د دغه هیواد په یوه حکومتي مرکز ته د اور اچولو په تور په اعدام محکوم کړ

د ایران قضایي ادارې یو کس د دغه هیواد په یوه حکومتي مرکز ته د اور اچولو په تور په اعدام محکوم کړ
دغه راز د ايران په مظاهرو کې د لاس لرلو پنځه تنه نور نيول شوي کسان د انقلابي محکمې د ١٥مې او ٢٨مې څانګې له خوا په بېلابېلو مجازاتو محکوم شوي دي. د ایران قضایي ادارې اعلان کړی چې دغه تورن کسان د ملي امنیت پر ضد د جرمونو د ترسره کولو او عامه نظم ګډوډولو په تور له پنځو تر لسو کلونو بند محکوم شوي دي.
(2022 / 11 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ایران دولتي خبري آژانس اسنا «اسنا» اعلان کړی، چې د تهران په ښار کې د ګډوډۍ په تور یو شمېر کسان تر محاکمې وروسته په اعدام محکوم شوي دي.
دغه خبری آژانس لیکلی چې د ایران قضائیه قوې د عامه نظم او سولې، ټولنې د ګډوډولو او د ملی امنیت په خلاف د جنایتونو د توطیې، جنګ او په ځمکه کښې د فساد د رامینځته کولو په تور د یوه حکومتی مرکز د سوځولو په تور په سخته سزا یا مرګ محکوم کړی دی.
اړوند موضوعات:
په ایران کې لا هم سخت لاریونونه روان دي او لاریون کوونکي د حاکم نظام ضد شعارونه ورکوي