په ایران کې لا هم سخت لاریونونه روان دي او لاریون کوونکي د حاکم نظام ضد شعارونه ورکوي
په ایران کې لا هم سخت لاریونونه روان دي او لاریون کوونکي د حاکم نظام ضد شعارونه ورکوي
لاریون کوونکي وایي د ایران اوسنی نظام فاسد او بې ظرفیته دی له همدې امله باید حاکمان له خپلو چارو لاس په سر شي او ایرانیان خپل ژوند ته پرېږدي.
(2022 / 5 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په ایران کې لا هم سخت لاریونونه روان دي او لاریون کوونکي د حاکم نظام ضد شعارونه ورکوي. د لاریونونو لړۍ آبادان ښار ته رسېدلې، په دې ښار کې څو ورځې وړاندې یوه لوړپوړیزه ودانۍ ونړېده چې ګڼ کسان یې ووژل.
لاریون کوونکي وایي د ایران اوسنی نظام فاسد او بې ظرفیته دی له همدې امله باید حاکمان له خپلو چارو لاس په سر شي او ایرانیان خپل ژوند ته پرېږدي.
دوی د اخونده لاړ شه شعارونه ورکوي او وايي ددغه نظام د فساد او ظلم له لاسه پر ایرانیانو ژوند حرام دی او تر اقتصادي بندیزونو لاندې یې ملا ماته ده.
ایران کې په وروستیو کې د ګرانیو او حکومت د بې پروایۍ پر وړاندې پراخ لاریونونه روان دي.