د امریکا ولسمشر د چین ولسمشر سره د لیدنې لپاره د بالي ټاپو ته رسېدلی دی   

0
97

د امریکا ولسمشر د چین ولسمشر سره د لیدنې لپاره د بالي ټاپو ته رسېدلی دی 

دغه مخامخ ليدنه د رسنيو د توجه د جلبولو ترڅنګ تمه هم پيدا کړې ده، ځکه چې د چين او امريکا د مشرانو تر منځ غونډه په داسې حال کې تر سره کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نړيواله سيالي او کړکېچونه زيات شوي دي.

 

(2022 / 11 / 14   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امريکا ولسمشر د جي شل سرمشريزې غونډې په څنډه کې د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره د مخامخ کتنې لپاره د اندونيزيا ټاپو بالي ته رسېدلی دی.

د G20 غونډه به د نومبر په 15 او 16 کې ترسره شي او د دې غونډې په څنډه کې به د دواړو سیالو هیوادونو (چین او متحده ایالاتو) مشران د شمالي کوریا ، تایوان او د اوکراین د جګړې په اړه د اټومي هڅو په اړه خبرې وکړي.

دغه مخامخ ليدنه د رسنيو د توجه د جلبولو ترڅنګ تمه هم پيدا کړې ده، ځکه چې د چين او امريکا د مشرانو تر منځ غونډه په داسې حال کې تر سره کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نړيواله سيالي او کړکېچونه زيات شوي دي.

دا د ښاغلي شي جینګ پینګ او بایډن تر منځ د کرونا له ناروغۍ او یا له ط.البانو سره له مخامخېدا وروسته لومړۍ لیدنه ده.

د راپورونو له مخې، دواړه خواوې د تایوان، بشري حقونو، اقتصادي اړیکو، د اوکراین د جګړې او د روسیې، شمالي کوریا او اټومي وسلو پر وړاندې د چلند په اړه خبرې کوي.

اړوند موضوعات:

افغان حکومت د چین او امریکا ترمنځ د ناندریو د کمېدو غوښتنه کړې ده

د يادونې وړ ده چې په دې غونډه کې به په بېلابېلو چارو کې سره کرښه وټاکل شي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې غونډه کې له ګډون څخه ډډه کړې او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روسیې د پلاوي مشري کوي.

Leave a reply