افغان حکومت د چین او امریکا ترمنځ د ناندریو د کمېدو غوښتنه کړې ده

0
79

افغان حکومت د چین او امریکا ترمنځ د ناندریو د کمېدو غوښتنه کړې ده

بهرنیو چارو وزارت وایي افغانستان په سیمه کې د یوه سوله غوښتونکي هېواد په توګه د ټایوان پر سر د امریکا او چین اختلافات اندېښمنوونکي بولي او تمه لري چې ناندرۍ تر دې ډېرې پراخې نه شي.

 

(2022 / 8 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت د چین او امریکا ترمنځ د ناندریو د کمېدو غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې په سیمه کې د ثبات د ساتلو لپاره مهمه ده چې چین او امریکا خپله ستونزه له سوله ییزو لارو حل کړي.

بهرنیو چارو وزارت وایي افغانستان په سیمه کې د یوه سوله غوښتونکي هېواد په توګه د ټایوان پر سر د امریکا او چین اختلافات اندېښمنوونکي بولي او تمه لري چې ناندرۍ تر دې ډېرې پراخې نه شي.

هغه همدا راز د چین او نورو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې د ټولې سیمې په ګټه بللې دي او په دې برخه کې یې د ناندریو او کشمکش مخالفت کړی دی.

Leave a reply