د ا.ا. رهبر قاضیانو ته سپارښتنه کړې چې د شرعت ټول اوامر عملي کړي

د کندهار ولایت مقام لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حکومت رهبر دا څرګندونې کندهار ولایت کې له یو شمېر علماوو، قاضیانو او د محکمو له رییسانو سره دلیدنې پر مهال کړې دي.
هغه دغه راز سپارښته کړې چې باید د غلو، انسان تښتوونکو او فتنه ګرو دوسيې په ښه ډول وڅېړل شي.
(2022 / 11 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د حکومت رهبريت قاضیانو ته سپارښتنه کړې چې پر هغو دوسیو حدود او قصاص عملي کړي چې ټول شرعي شرایط یې پوره کړي وي.
د کندهار ولایت مقام لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حکومت رهبر دا څرګندونې کندهار ولایت کې له یو شمېر علماوو، قاضیانو او د محکمو له رییسانو سره دلیدنې پر مهال کړې دي.
هغه دغه راز سپارښته کړې چې باید د غلو، انسان تښتوونکو او فتنه ګرو دوسيې په ښه ډول وڅېړل شي.
اړوند موضوعات:
ستره محکمه: ښځینه قاضیان “د پوهاوي د کموالي” او د “حجاب” مسلې له امله په محکمو کې کار نه شي کولی
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ا.ا.ا قاضیانو د حدود او قصاص جاري کول تر امر ثاني ځنډولي وو او مجرمینو ته یې تعزیري جزاګانې اورولې.