بغلان کې په ۷۵۰۰ بزګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ووېشل شوه.

0
189

بغلان کې په ۷۵۰۰ بزګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ووېشل شوه.

13 نومبر 2022

 

د کرنې او مالدارۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بغلان د کرنې ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونو د کرنې برخې په مالي لګښت او د اکتیډ دفتر په مرسته بغلان کې په ۷۵۰۰ بزګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ووېشل شوه.

 

ولي امرخېل د بغلان د کرنې ریاست د تکنالوژۍ او معلوماتو برخې مسؤل وايي، چې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه کیمیاوي سره او ۵۰ کیلوګرامه توره کېمیاوي سره شامله ده.

 

امرخېل زیاتوي،چې دغه مرستې د کرنې ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونود کرنې برخې په مالي لګښت او د اکتید دفتر په مرسته د بغلان په تاله و برفک، دهصلاح، برکې، فرنګ و جلګې ولسوالیو کې پر بزګرو وېشل شوي دي.

اړوند موضوعات

ننګرهار ولایت کې پر زرګونه بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې.

د یادونې وړ ده چې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې په زرګونه بزګرانو تر دا مهاله د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي  سرو زرګونه ټنه مرسته ویشل شوې، د دې مرستو د ویش موخه د کروندګرو او بزګرو د حاصلاتو زیاتوالی دی.

حماد

Leave a reply