د څه باندې ۱۲۰ افغان مهاجرینو توقیف؛ ا.ا. پاکستان ته یو پلاوی استوي

0
203

د څه باندې ۱۲۰ افغان مهاجرینو توقیف؛ ا.ا. پاکستان ته یو پلاوی استوي

ښاغلي حقاني وویل: د افغان مهاجرینو د ستونزو شریکول او د حل لارې موندل د دغه پلاوي د اجنډا موضوع ده. په کراچۍ کې د افغانستان قونسل جنرال سید عبدالجبار تخاري وویل: “موږ خپلې هڅې ګړندۍ کړي او لا هم د بندیانو د خوشې کولو هڅې روانې دي.” د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په وینا، په پاکستان کې د بندیانو د خوشي کولو هڅې هم روانې دي.

(2022 / 11 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د څه باندې ۱۲۰ افغان مهاجرینو توقیف؛ ا.ا. پاکستان ته یو پلاوی استوي. ځینو پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان په سند ایالت کې د پولیسو له خوا د ماشومانو او ښځو په ګډون تر سلو زیات افغان کډوال نیول شوي دي.

په همدې حال کې افغان کډوال وايي چې په پاکستان کې مېشت افغانان په بد وضعیت کې ژوند کوي. په پاکستان کې مېشت افغان کډوال حاجي نظر وويل: “له افغان حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او د کډوالو ستونزو ته د حل لاره ومومي او خپله تګلاره بدله کړي.” په پاکستان کې د افغان مهاجرینو استازی اکبر سلیمانخیل وايي:«پرون کله چې افغان مهاجرین ونیول شول له هغوی سره غیر انساني او غیر قانوني چلند وشو او په زنځیرونو تړل شوي وو. د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه به د دغه وزارت یو پلاوی پاکستان ته ولاړ شي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، دغه پلاوی به د روانې میاشتې تر پایه پاکستان ته ولاړ شي.

اړوند موضوعات:

په پاکستان کې د افغانستان سفارت په دغه هېواد کې د ۱۵۰ افغان اتباعو د خوشې کولو اعلان کړی دی

Leave a reply