کیرن ډیکر: د افغان مېرمنو پر مخ د پارکونو بندول به بدې پایلې ولري

کیرن ډیکر: د افغان مېرمنو پر مخ د پارکونو بندول به بدې پایلې ولري
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ط.البانو دغه کړنه افراطیت بللی او د بدو پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی. د بخښنې نړیوال سازمان د ط.البانو د دغه اقدام په غبرګون کې ویلي چې دغه ډله باید ژر تر ژره تفریحي پارکونو ته د ښځو د ننوتو د مخنیوي پرېکړه لغوه کړي.
(2022 / 11 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کیرن ډیکر وايي، تفریحي پارکونو ته د ښځو د تګ منع کول د ښځو او ماشومانو لپاره ناوړه عواقب لري.
مېرمن ډیکر په یوه ټویټ کې ویلي دي چې پارکونو ته د ښځو له ننوتلو د منع کولو په اړه د ط.البانو پرېکړه بې معنا ده او هغه یې غندلې ده. د تیرې اونۍ په وروستیو کې د ا.ا. حکومت د پارک چارواکو ته لفظي امر کړی و چې تفریحي پارکونو ته د ښځو له ننوتلو ډډه وکړي.
په تېرو دوو ورځو کې د ا.ا. د حکومت دغه حکم په هېواد کې دننه او بهر جدي غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ط.البانو دغه کړنه افراطیت بللی او د بدو پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی. د بخښنې نړیوال سازمان د ط.البانو د دغه اقدام په غبرګون کې ویلي چې دغه ډله باید ژر تر ژره تفریحي پارکونو ته د ښځو د ننوتو د مخنیوي پرېکړه لغوه کړي.
اړوند موضوعات:
پارکونو ته د ښځو له ننوتلو منع کول؛ د بښنې نړیوال سازمان د دغې پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه وکړه
د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د طالبانو له خوا د ښځو پر جېمونو او حمامونو ته له تګ بنديز لګول شوى دى.





