د کورنیو چارو سرپرست وزیر نن ورځ د بي بي سي د جنوبي اسیا د څانګې له مشرې سره وکتل.

0
211

د کورنیو چارو سرپرست وزیر نن ورځ د بي بي سي د جنوبي اسیا د څانګې له مشرې سره وکتل.

12 نومبر 2022

د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د بي بي سي د جنوبي اسیا څانګې له مشري جیکي مارټینز سره وکتل.

په دغه کتنه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر دوی ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې بي بي سي په نړیواله کچه یوه مهمه رسنۍ ده؛ خو مونږ غواړو نړیوالې رسنۍ چې پوښښ لري، واقعاً بې پرې وي، خصوصاً د افغانستان په اړه مو توقع داسې ده.

خلیفه صاحب هغوی ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت بې ساري پرمختګونه لري، خو متاسفانه نړیوال مطبوعات یو شمېر غیر سیاسي او داخلي مسایلو ته سیاسي رنګ ورکوي.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر له مشرې سره وکتل.

په پای کې آغلې جیکي مارټینز مننه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان موږ ته اهمیت لري، او موږ به هڅه کوو چې ډیرو برخو او پرمختګونو ته خبري پوښښ ورکړو.

Leave a reply