د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر له مشرې سره وکتل.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر له مشرې سره وکتل.
30 اکتوبر 2022
د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست سره نن ورځ د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې روزا اوتونبایوا وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي چې نن ماسپښین د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مشرې روزا اوتونبایوا او د ملګرو ملتونو د بشري چارو له مرستیال ډاکټر رامز علي اکبروف سره وکتل.
آغلې روزا اوتونبایوا ښاغلي سرپرست وزیر څخه د امنیت د تامین له امله مننه وکړه او په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې زلزله ځپلو لپاره د کور جوړونې پروژې د پرمختګ بهیر شریک کړ.
د کورنیو چارو محترم وزیر د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشرې روزا اوتونبایوا ته ښه راغلاست ووایه او په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې د زلزلې زیانمنو سره له ټولو مرستندویو هېوادونو او نهادونو مننه وکړه او په دې هکله یې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر هڅې وستایلې.
اړوند موضوعات
د کورنیو چارو سرپرست د ترکیې هیواد نه راغلي د علماء کرامو له وفد سره لیدنه ترسره کړه.
همدا راز یې مېرمن اوتونبایوا ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د کاري مصؤنیت، د امنیت تامین او نورو لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.






