د کورنیو چارو سرپرست د ترکیې هیواد نه راغلي د علماء کرامو له وفد سره لیدنه ترسره کړه.

0
181

د کورنیو چارو سرپرست د ترکیې هیواد نه راغلي د علماء کرامو له وفد سره لیدنه ترسره کړه.

27 اکتوبر 2022

د کورنیو چارو وزارت د دفتر نه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د ترکیې هيواد له هغو علماء کرامو سره وکتل چې د اددف خیریه مؤسسې په استازیتوب هېواد ته راغلي دي.

 

په دې کتنه کې د عالمانو د پلاوي په استازیتوب ښاغلي شیخ محمود اَرَن وویل چې اسلامي نظام د الله تعالی ستر نعمت دی، په خبره یې، اسلامي نظام نه یوازې د افغانانو بلکې د ټولو مسلمانانو لپاره د ویاړ سرچینه ده.

 

علامه محمود اَرَن وویل چې د نړۍ ټول مسلمان ملتونه په تېره بیا اسلامي امارت د اسلامي نظام د ساتلو دروند بار په غاړه لري.

 

د عالمانو یو بل غړي شیخ محمود شوکت هم اسلامي نظام د خدای لوی نعمت وباله او افغانانو ته یې د خپلواکۍ مبارکي وویله، هغه د اسلامي امارت مسؤلینو او عامو افغانانو تهد هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

اړوند موضوعات

د ترکي علماؤ وفد نن ورځ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

په همدې حال کې ښاغلي حقاني د ترکیې هېواد له مرستو مننه وکړه، نوموړي خوښي وښوده چې افغانستان د ترکيې هيواد د مشائخو کوربه دی او د هغوى راتګ يې د دواړو هېوادونو د ښو او دوامداره اړيکو لپاره مثبت او اړين ګام وباله.

Leave a reply