دکرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال د ترکیې IHH مؤسسې د کرنیزو برنامو مسؤل سره وکتل.

دکرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال د ترکیې IHH مؤسسې د کرنیزو برنامو مسؤل سره وکتل.
12 نومبر 2022
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم په افغانستان کې د ترکیې د (IHH) مؤسې مسوول نیازی ازګور سره او مل پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې او د افغانستان د کرنې په اړه د پرمختګ مسایل وڅیړل شول.
اړوند موضوعات
دولت: د کرنې او مالدارۍ سکتور د پراختیا او ځان بسیاینې په موخه د کمپلېکسونو جوړولو طرحه وڅېړل شي.
خبر زیاتوي په دې کتنه کې د کرنې په سکټور کې پر دوه اړخیزو همکاریو په ځانګړې توګه د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د ترویج او مرستې، د غنمو د ننداریزو کروندو ایجاد، د مثمرو نیالګیو ترویج او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وشوې.






