دولت: د کرنې او مالدارۍ سکتور د پراختیا او ځان بسیاینې په موخه د کمپلېکسونو جوړولو طرحه وڅېړل شي.

0
175

دولت: د کرنې او مالدارۍ سکتور د پراختیا او ځان بسیاینې په موخه د کمپلېکسونو جوړولو طرحه وڅېړل شي.

19 اکتوبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په یوولسمه غونډه کې پرېکړه شوې، چې د کرنې او مالدارۍ سکتور د پراختیا او ځان بسیاینې په موخه د کمپلېکسونو جوړولو طرحه وڅېړل شي.

د ر‎ئیس الوزراء‌ ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ، د مالیې، اقتصاد، د اوبو او نرژۍ وزارتونو، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت په ګډون پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې یاده طرحه په هر اړخیز ډول وڅېړي، د کرنې د پراختیا په موخه اوږد‌ مهاله او لنډمهاله پلانونه جوړ کړي او له کابینې سره يې شریک کړي.

 

د ښار او کور جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د شیخ زاید (اماراتو) ښارګوټي د کورونو د مالکانو د بیو یا په قسطونو کې د تخفیف پر غوښتنو بحث وکړي.
په غونډه کې په مرکز او ولایاتو کې د نیول شويو توکو د څېړلو دنده د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې اړوند محکمې ته او د سړو خونو د شمېر او فعالیت ارزونې دنده د اقتصاد وزارت ته وسپارل شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته هم د «بوستان سبز» فابریکې د فعالیتونو ارزونې دنده سپارل شوې چې پایلې به يې د کابینې ناسته کې شریکې کړي.

Leave a reply