د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر نن ورځ کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر نن ورځ کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل.
12 نومبر 2022
د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ترکمنستان هېواد له سفیر ښاغلي خواجه اویزوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو همکاریو د دوام او پراختیا په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر افغانستان ته د وارداتي برېښنا د رسولو په برخه کې د ترکمنستان له دوامداره همکاریو مننه وکړه او د دې همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
اړوند موضوعات
د افغان دولت اقتصادي معاونیت د ترکمنستان هیواد سره د ټاپي پروژې د پیل په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه د ترکمنستان سفیر هم د افغانستان د وارداتي برېښنا د تړون د غځولو په برخه کې د خپل چمتووالي ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د دغه هېواد د همکاریو په ځانګړې ډول د جوزجان ولایت د خماب او قرقین ولسوالیو د برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې به همکاري وکړي.