د افغان دولت اقتصادي معاونیت د ترکمنستان هیواد سره د ټاپي پروژې د پیل په اړه خبرې وکړې.

0
120

د افغان دولت اقتصادي معاونیت د ترکمنستان هیواد سره د ټاپي پروژې د پیل په اړه خبرې وکړې.

25 سپتمبر 2022

د افغان دولت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند د ترکمنستان له لوري د ټاپي پروژې اجرائیوي رئیس محمد مراد امانوف او په کابل کې د ترکمنستان سفیر او پلاوي سره نن ورځ ملاقات وکړ، چې په ناسته کې د کانونو وزیر شیخ شهاب الدین دلاور هم ګډون درلود.

 

د ملا برادر اخند د دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ناسته کې پر هغو مواردو بحث وشو پر کومو چې له مخکې توافقات شوي دي، او اوس عملي کولو ته اړتیا لري.

 

ملا برادر اخند د افغانستان اوسنی وضعیت ښه فرصت بللی دی او د افغانستان له اړخه یې پوره چمتوالی څرګند کړی دی او د ټولو اړوندو هیوادونو سره یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اړوند موضوعات

افغان حکومت نژدې وخت کې د ټاپي پروژې د رغېدنې چارو د بشپړېدو خبر ور کړی

د خبرپاڼې سره سم ټاکل شوې چې د ټاپې پروژې د رهبرۍ کمیټې غونډه به په عشق اباد کې ترسره شي، چې د افغانستان له اړخه به یې مشري ملا برادر اخوند کوي.

Leave a reply