اقتصادي معاونیت: د سوالګر راټولولو کمېټې تر اوسه 17262سوالګر راټول او ارزونه یې کړې.

0
149

اقتصادي معاونیت: د سوالګر راټولولو کمېټې تر اوسه 17262سوالګر راټول او ارزونه یې کړې.

12 نومبر 2022

د اقتصادي معاونیت له لورې په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د عقرب میاشتې تر 19مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 17262سوالګر راټول کړي دي.

د راټولو شویو سوالګرو له جملې 10145 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 3908مستحقې او 6237بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

1577نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 562مستحق ګڼل شوي او 1015بیا حرفوي سوالګر دي. په راټولو شویو 17262سوالګرو کې 5540ماشومان دي چې له ډلې یې 2230مستحق، 3250حرفوي او 60بیا بې سرپرسته ماشومان دي.

 

خبر زیاتوي چې د بې سرپرسته سوالګرو ماشومانو له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه برابرېږي.

اړوند موضوعات

د سوالګرو راټولولو کمیټه وایي د عقرب تر ۷مې نیټې مو د کابل ښار نه 14393سوالګر راټول کړي.

له مستحقو سوالګرو سره د افغانستان اسلامي امارت له لوري دوامداره نغده مرسته کیږي.

Leave a reply