د سوالګرو راټولولو کمیټه وایي د عقرب تر ۷مې نیټې مو د کابل ښار نه 14393سوالګر راټول کړي.

0
163

د سوالګرو راټولولو کمیټه وایي د عقرب تر ۷مې نیټې مو د کابل ښار نه 14393سوالګر راټول کړي.

30 اکتوبر 2022

د ریاست الوزار د اقتصادي معاونیت له لورې په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د عقرب میاشتې تر 7مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 14393سوالګر راټول شوي دي.

 

د راټولو شویو سوالګرو له جملې 9154 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 3386مستحقې او 5768بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي، 1328نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 480مستحق ګڼل شوي او 848بیا حرفوي سوالګر دي. په راټولو شویو 14393سوالګرو کې 3911 ماشومان دي چې له ډلې یې 1752مستحق، 2103حرفوي او 56 بیا بې سرپرسته ماشومان دي.

اړوند موضوعات

کابل کې د سوالګرو راټولولو کمیټې د میزان تر ۷مې نیټې ۹۵۷۶ سوالګر راټول او ثبت کړي.

خبرپاڼه زیاتوي بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه برابرېږي. له مستحقو سوالګرو سره د افغانستان اسلامي امارت له لوري دوامداره نغده مرسته کیږي.

Leave a reply