کابل کې د سوالګرو راټولولو کمیټې د میزان تر ۷مې نیټې ۹۵۷۶ سوالګر راټول او ثبت کړي.
کابل کې د سوالګرو راټولولو کمیټې د میزان تر ۷مې نیټې ۹۵۷۶ سوالګر راټول او ثبت کړي.
1 اکتوبر 2022
د سوالګرو راټولولو کمېټې په یوه تازه خبر کې ویلي چې د دوی له لورې د روان 1401 لمریز کال د میزان میاشتې تر 7مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 9576 سوالګر راټول شوي دي.
دوی زیاته کړه چې د راټولو شوو سوالګرو له جملې 6594 ښځینه دي، چې تر ارزونې وروسته یې 2162 مستحقې او 4432 بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي. نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 276مستحق ګڼل شوي او 507بیا حرفوي سوالګر دي.
همدا راز په راټولو شویو 9576 سوالګرو کې بیا 2199 ماشومان دي، چې له ډلې یې 1203مستحق، 946حرفوي او 50 بیا بې سرپرسته ماشومان دي.
بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه برابرېږي.
اړوند موضوعات
اقتصادي معاونیت د سوالګرو راټولولو کمیټې تر اوسه ۷۴۰۰ سوالګر راټول کړي.
له مستحقو سوالګرو سره بیا د افغانستان اسلامي امارت له لوري دوامداره نغده مرسته کیږي.