اقتصادي معاونیت د سوالګرو راټولولو کمیټې تر اوسه ۷۴۰۰ سوالګر راټول کړي.

0
213

اقتصادي معاونیت د سوالګرو راټولولو کمیټې تر اوسه ۷۴۰۰ سوالګر راټول کړي.

20 سپتمبر 2022

د افغان دولت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د سوالګرو د راټولولو کمېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۷ زره او ۴۰۰ سوالګر راټول کړي.

راټول شویو سوالګرو کې ۴۹۶۳ ښځینه دي، چې له ارزونې وروسته یې ۱۲۹۶ مستحقې او ۳۶۶۷ بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي او همدغه راز ۶۳۹ نارینه دي چې له ارزونې وروسته یې ۱۹۰ مستحق او ۴۴۹ بیا حرفوي سوالګر دي.

 

دوی زیاتوي چې په راټولو شویو سوالګرو کې ۱۷۹۸ يې ماشومان دي چې ۹۷۶ مستحق، ۷۸۱ حرفوي او ۴۱ نور یې بې سرپرسته دي.

اړوند موضوعات

ا.ا: تر اوسه مو ۴ زره سوالګر راټول کړي دي

میاشت وړاندې د شیخ هبة الله اخندزاده د فرمان سره سم د هیواد د سوالګرو راټولولو او هغوی ته د میاشتې اعاشې مقرورلو چارې پیل او لا هم دوام لري.

Leave a reply