ا.ا: تر اوسه مو ۴ زره سوالګر راټول کړي دي

0
75

ا.ا: تر اوسه مو ۴ زره سوالګر راټول کړي دي

د ا.ا د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي، د هغو سوالګرو ماشومانو کورنیو ته چې په مسلکي توګه کار کوي، تضمین ورکړل شوی چې خپل کار ته به دوام نه ورکوي او ټول سوالګر به بایومتریک معاینات کېږي او که بېرته سوالګري ته ورشي، قانوني چلند به ورسره کېږي.

(2022 / 9 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا د حکومت د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر اعلان کړی چې په کابل ښار کې شاوخوا څلور زره سوالګر راټول کړي چې نږدې دوه پر دریمه برخه یې ښځې دي.

د ملا عبدالغني برادر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ټولټال ۳۹۵۳ سوالګر راټول شوي، چې له دې ډلې ۱۲۳۳ یې مستحق، ۲۶۸۹ یې مسلکي او ۳۱ یې بې کوره ماشومان دي.

د 2,774 ښځینه سوالګرو له جملې څخه شاوخوا 811 مستحق او 1,963 مسلکي کسان پیژندل شوي دي.

د ملا برادر د دفتر د خبرپاڼې له مخې مستحقې ښځې د سرې میاشتې ټولنې ته ور وپېژندل شوې.

د ۸۱۰ سوالګرو له جملې څخه چې ماشومان دي، شاوخوا ۳۲۵ تنه یې حقدار دي او له دې جملې څخه ۴۵۴ تنه یې مسلکي ماشومان پیژندل شوي دي.

اړوند موضوعات:

ا.ا کابل کې پۀ سوالګرو بنديزونه وضع کوي 

Leave a reply