د پاکستان وزیراعظم د پاکستان جوړوونکي قایداعظم ته د مینې او جذبې نیکې پیزووینې وړاندې کړي دي

0
172

باغی ټي وی رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان باني قائداعظم محمد علي جناح ته د هغه د 74م تلين په موقع د مینې او جذبې ډکې پیرزوینې وړاندې کړې دي.

خپل پېغام کښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې قائداعظم د برصغير د مسلمانانو د حقوقو لپاره نه ستړي کيدونکې مبارزه کړې، ټول ملت قائداعظم ته د هغه د ليډرشپ او قائدانه مهارتونو خراج تحسين ورکوي.

شهباز شريف وويل د قائداعظم محمد علي جناح له قيادت پرته به دمسلمانانو لپاره ديو خپلواک رياست خوب نۀ وي پوره کيدلى.
وزيراعظم زياته كړه چې نن ورځ ملت د چيلنجونو سره مخ كولو لپاره د قوم د پلرونو په اصولو عمل كول ضروري دي٬ د زرينو اصولو عمل كول خورا ضروري دي۔
وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې نن زمونږ ګران هېواد چې د سېلابونو له طبيعي ناورين سره سره له اقتصادي ستونزو سره هم مخ دی، د ايمان، يووالي او تنظيم د طلايي اصولوته نن ډېره اړتيا لري، وزیراعظم زیاته کړه چې په داسې وخت کښې پاکستاني اولس لپاره په کار دي چې د اتفاق او یووالي څرګندونه وکړه او دې ټولو ستونزو په ګډه مبارزه وکړي.
……………………
د سندهه ګورنر او وزیراعلی د پاکستان باني قایداعظم قبر ته ورغلي دي

د پاکستان د باني قائداعظم محمد علي جناح د 74م تلين په موقع د سندهـ ګورنر او وزيراعلي مزار قائد ته لاړو ، په قبر ی فاتحه خواني وکړه او د پاکستان باني ته ی د مینې او جذبې ډکې پیرزوینې وړاندې کړې.

د سندهـ وزيراعلي د قائم مقام ګورنر آغا سراج دراني مزار قائد ته په رسېدو هرکلے وکړو او ورپسې دواړو په مزار د ګلونو ګېډۍ کېښودې او فاتحه يې اوویله.

په دې موقع مراد علي شاه ووئيل چې نن مونږ د قومونو د پلرونو د رهبرۍ وړتيا له وجې په آزاد هېواد كښې ژوند كوو۔د سندهـ وزيراعلي او د سندهـ قائم مقام ګورنر هم د ميلمستون په کتاب کې خپل نظرونه هم ثبت کړل.

Leave a reply