په پنجشیر کې د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب قومانده د اردو لیکو ته ځوانان جذبوي

0
181

په پنجشیر کې د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب قومانده د اردو لیکو ته ځوانان جذبوي

د پنجشېر ولايت د جلب او جذب قوماندان زياتوي چې دغه پروګرام د يوه پياوړي، مسلکي او اسلامي او ملي ارزښتونو ته د ژمن اردو د رامنځته کولو په هدف د پنجشير په ګډون د هېواد د نورو ولايتونو په کچه پيل شوى دى.

(2022 / 9 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په پنجشیر کې د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب قومانده د اردو لیکو ته ځوانان جذبوي. په پنجشیر کې د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب قومندانۍ د اسلامي امارت په لیکو کې د دغه ولایت د ځوانانو د جلب او جذب پروګرام پیل کړی دی.

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس نصرالله ملکزاده وايي، چې د دغه پروګرام له پيل راهيسې د پنجشېر لسګونه ځوانانو په خپله خوښه د اسلامي امارت له اردو سره يو ځای شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې دغو ځوانانو د خپلې لېوالتیا له امله د پنجشېر ولایت له مرکز بازارک او ولسوالیو څخه د اسلامي امارت په لیکو کې د جلب او جذب په موخه نوم لیکنه کړې ده.

حسن البنا حديد وايي، دغه پروګرام د ملي دفاع وزارت د حکم پر بنسټ په دغه ولايت کې پيل شوى  او د هغېه د وینا پر بنسټ به د پنجشېر له ټولو ولسوالي څخه سلګونه ځوانان د ملي اردو په ليکو کې وګمارل شي.

Leave a reply