ا.ا کابل کې پۀ سوالګرو بنديزونه وضع کوي
ا.ا کابل کې پۀ سوالګرو بنديزونه وضع کوي
د سرچینې په وینا، واقعي مسکینانو ته به د معاش زمینه او ماشومانو ته به یې د تعلیم زمینه برابریږي.
د یادونې ده چې د کابل پۀ ګډون د افغانستان پۀ یو شمېر لویو ولایتونو کې سوالګرو خلکو ستونزې جوړې کړې دي.
(2022 / 8 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا.ا رهبر ملا هیبت الله اخندزاده ته په یوه منسوب شوي حکم کې ویل شوي، چې په کابل ښار کې به ژر د سوالګرو پر را ټولولو او د هغوی د ستونزو پر حل کولو کار پیل شي.
باختر اژانس ویلي، چې کسبي خلک به بایومیټریک کېږي او له سرپرستانو به یې د سوال نه کولو ژمنه اخیستل کېږي.
د سرچینې په وینا، واقعي مسکینانو ته به د معاش زمینه او ماشومانو ته به یې د تعلیم زمینه برابریږي.
د یادونې ده چې د کابل پۀ ګډون د افغانستان پۀ یو شمېر لویو ولایتونو کې سوالګرو خلکو ستونزې جوړې کړې دي.