پر غزې د اسرائیلو تر خونړیو هوايي بریدونو وروسته پر اوربند هوکړه شوې ده

پر غزې د اسرائیلو تر خونړیو هوايي بریدونو وروسته پر اوربند هوکړه شوې ده 

خامه پرېس زیاته کړې چې، په وژل‌شویو کسانو کې شپږ ماشومانو او دوې ښځې هم شاملې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د دغو بریدونو پر مهال د اسلامي جهاد حرکت لخوا هم پر اسرائیل تر ۴۰۰ زیات توغندي ور ویشتل شوي دي.

 

(2022 / 8 /8   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

خامه پرېس د فرانسې خبري اژانس لۀ قوله لیکي چې د اسرائیلو پوځ او اسلامي جهاد حرکت ترمنځ پر اوربند هوکړه شوې ده.

په راپور کې د اسلامي دولت حرکت له قوله ویل شوي چې له اسرائیلي پوځ سره هوکړې ته رسېدلي، خو ټینګار شوی چې که اسرائیل بریدونه ونه دروي، ډزبندي به دوام ونه کړي.

د اسرائیل او اسلامي جهاد حرکت ترمنځ د اوربند هوکړه پرون ناوخته د مصر په غوښتنه شوې ده او هغه مهال ویل شي ؤ چې دا اوربند به له دوو ساعتونو په لږه موده کې عملي شي.

بلخوا اسرائیلي چارواکو هم دا ډزبندي تایید کړې، خو ویلي یې دي چې پوځ یې خپلې موخې ترلاسه کړې او د نورو عملیاتو اړتیا نه‌شته.

اسرائیلي پوځ ویلي چې د دغو عملیاتو پر مهال یې د اسلامي جهاد حرکت څو جګپوړي چارواکي په نښه او له منځه وړي دي.

دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې اسرائیلو پر غزه هوايي بریدونه درې ورځې دوامدار وساتل او په دغو بریدونو کې د اسلامي جهاد حرکت د دوو قوماندانانو  په ګډن تر ۳۰ زیات کسان ووژل شول.

خامه پرېس زیاته کړې چې، په وژل‌شویو کسانو کې شپږ ماشومانو او دوې ښځې هم شاملې دي.

اړوند موضوعات: 

 پر غزې د اسرائیلو بریدونو کې ۲۸ فلسطینیان وژل شوي دي 

د رسنیو د راپورونو له مخې، د دغو بریدونو پر مهال د اسلامي جهاد حرکت لخوا هم پر اسرائیل تر ۴۰۰ زیات توغندي ور ویشتل شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网