پر غزې د اسرائیلو بریدونو کې ۲۸ فلسطینیان وژل شوي دي 

0
173

پر غزې د اسرائیلو بریدونو کې ۲۸ فلسطینیان وژل شوي دي 

دا بريدونه د جمعې په ورځ پيل شوي او رسنيو پراپورونو کې ويلي چې په انتقامي اقداماتو کې فلسطين هم د اسرائيلو پر خاوره تر ۴۰۰ ډير توغندي ويشتلي دي.

 

(2022 / 8 / 7   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پر غزې تراړې د اسراییلو د بريدونو له کبله د وژل شويو فلسطينيانو شمېر ۲۸ ته رسېدلی دی. راپورونو کې راغلي چې په وژل شويو کې شپږ ماشومان او دوې مېرمنې هم شاملې دي.

د ياد شمېر کسانو پر وژل کېدو سربېره د اسرائيلو په بريدونو کې لږ تر لږه ۳۰۰ تنه نور ټپيان شوي هم دي.

دا بريدونه د جمعې په ورځ پيل شوي او رسنيو پراپورونو کې ويلي چې په انتقامي اقداماتو کې فلسطين هم د اسرائيلو پر خاوره تر ۴۰۰ ډير توغندي ويشتلي دي.

د فلسطین د راکټي بريدونو له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه رسما څه نه دي ويل شوي خو اسرائيلو منلې چې په دې بريدونو کې يو کور نړيدلی او يو فارم سوځيدلی دی.

Leave a reply