افغان سرپرست حکومت لۀ افغانستان څخه د وړل شویړ چورلکو د بېرته راګرځېدو غوښتونکی دی

0
99

افغان سرپرست حکومت لۀ افغانستان څخه د وړل شویړ چورلکو د بېرته راګرځېدو غوښتونکی دی

د تېر نظام له نسکورېدو سره سم، د افغانستان څه باندې ۴۰ چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته ولېږدول شوې.

دا پۀ داسې محال ده چې د امریکا د دفاع وزارت څۀ موده وړاندې اعلان وکړ چې دوی د دغو چورلکو لۀ ډلې ځینې یې بېرته امریکا ته انتقال کړې دي.

(2022 / 8 / 8   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملي دفاع وزارت له تاجکستان او ازبکستان څخه غوښتي چې د تېر جمهوري نظام د نسکورېدو پر مهال دې هېوادونو ته، د پخواني حکومت وړل شوې چورلکې بېرته د ا.ا سرپرست حکومت ته وسپاري.

د دې وزارت ویاند عنایت خوارزمي ویلي، چې دې هیوادونو ته وړل شوې چورلکې د افغانستان پانګه ده او هیڅوک یې د ګرځولو حق نه لري.

د نوموړي په خبره، چې په دې برخه کې د دوی جدي هڅې دوام لري ترڅو د افغانستان دغه وړل شوې پانګه بېرته هیواد ته راوګرځول شي.

د یادونې ده ، چې د تیر جمهوري نظام تر نسکورېدو وروسته د ملي دفاع وزارت اړوند یو شمېر چورلکې تاجکستان هېواد ته یوړل شوې او وروسته امریکا اعلان وکړ چې دغه چورلکې اوسني سرپرست حکومت ته نه ورکوي.

Leave a reply