فایق: افغانستان په خطرناک حالت کې دی
فایق: افغانستان په خطرناک حالت کې دی
د هغه په وينا،په تېر یوه کال کې د کوکنارو په کښت کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی او د ط.البانو تر واک لاندې افغانستان کې ۲۴.۴ سلنه افغانان بشري مرستو ته جدي اړتیا لري. د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو په پرېکړه ليک کې هم راغلي چې د ط.البانو واکمني به په رسميت ونه پېژني تر څو د بشري حقونو د درناوي اصول ونه مني او د ښځو پر ژوند د سزاګانو لګولو ته دوام ورکړي.
(2022 / 11 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پلاوي مشر نصیر احمد فایق وايي، د ط.البانو په بیا واکمنېدو سره د تېرو دوو لسیزو ټول پرمختګونه او لاسته راوړنې له منځه تللي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۹مه د افغانستان د حالاتو په اړه جوړه شوه او د ط.البانو تر واک ته رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره په دغه مجلس کې د افغانستان په اړه یو پرېکړه لیک هم تصویب شو.
ښاغلي فایق په دې غونډه کې د خپلې وینا متن په خپله ټویټر پاڼه خپور کړی دی. د هغه په وينا، په تېر يوه کال کې په افغانستان کې د ط.البانو شتون د تروريستي بريدونو د زياتوالي، د ځينو ډلو په تېره بيا د خبريالانو او پخوانيو پوځيانو د وژلو او له بشري حقونو د سختو سرغړونو لامل شوى دى.
د ښاغلي فایق د وینا په متن کې راغلي چې د ط.البانو تر واک لاندې افغانستان کې افغان ښځې او نجونې په منظم ډول له منځه وړل کېږي.
فایق د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې دا هم ویلي چې ط.البان د ټول شموله سیاسي نظام د جوړولو توان نه لري او د بشري حقونو پر درناوي ټینګار له پامه غورځوي.
اړوند موضوعات:
نصیر احمد فایق د افغانستان پۀ استازیتوب د ملکه الزابت د تسلیت او “یاد بود” کې کتاب کې لاسلیک وکړ