نصیر احمد فایق د افغانستان پۀ استازیتوب د ملکه الزابت د تسلیت او “یاد بود” کې کتاب کې لاسلیک وکړ 

0
189

نصیر احمد فایق د افغانستان پۀ استازیتوب د ملکه الزابت د تسلیت او “یاد بود” کې کتاب کې لاسلیک وکړ 

په همدې حال کې افغانستان، روسیې، سوریې، بیلاروس، میانمار او وینزویلا ته د ملکې د جنازې په مراسمو کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د برتانیا د نوي پاچا چارلس دریم د جنازې د کوربه توب لپاره شاوخوا 1000 بلنې لیکلي دي.

(2022  / 9 / 18   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د ملکې الیزابت دویمه د تسلیت او پۀ یاد دفتر کې د افغانانو په استازیتوب لاسلیک کړ.

نن یکشنبه، د سنبلې د میاشتې په ۲۷ مه، هغه په ​​ټویټر کې لیکلي چې هغه د انګلستان شاهي کورنۍ ته د ملکې الیزابت  په مړینې خپله خواخوږي څرګنده کړه.

ملکه الیزابت د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۷ مه مړه شوه.

د نړۍ مشرانو د هغه د مړینې له اعلان سره سم پیغامونه خپاره کړل او د بریتانیا شاهي کورنۍ او د دغه هېواد خلکو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

د نړۍ مشران نن په لندن کې د برتانیې د مرحومې ملکې مړی ته د درناوي لپاره ځي.

اړوند موضوعات:

بابډن د ملکه الزابټ د خښولو مراسمو لپاره انګلیستان ته ورسېدۀ 

Leave a reply