بابډن د ملکه الزابټ د خښولو مراسمو لپاره انګلیستان ته ورسېدۀ 

0
86

بابډن د ملکه الزابټ د خښولو مراسمو لپاره انګلیستان ته ورسېدۀ 

دغه مراسم به د کاناډا، نیوزیلنډ، استرالیا، بنګله دېش د صدراعظمانو او د سریلانکا، هند، فرانسې، ایرلنډ، جرمني، ایټالیا او امریکا د ولسمشرانو په ګډون د یوشمېر هېوادونو د مشرانو په حضور کې ترسره شي.

تمه ده چې په دې غونډه کې به د اروپا د بېلابېلو هېوادونو د شاهي کورنیو غړي هم ګډون وکړي او دغه مراسم به لندن کې ترسره شي.

 

(2022 / 9 / 18   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کاناډا، استرالیا او نیوزیلنډ د صدراعظمانو له راتګ سره سم د امریکا ولسمشر جوبایډن هم لندن ته رسېدلی دی. د ملکې الیزابت دوهمې د جنازې په مراسمو کې به د ۵۰۰ هېوادونو مشران او لوړ پوړي بهرني چارواکي ګډون وکړي، چې په تېرو لسیزو کې نه دی شوی.

دغه مراسم به د کاناډا، نیوزیلنډ، استرالیا، بنګله دېش د صدراعظمانو او د سریلانکا، هند، فرانسې، ایرلنډ، جرمني، ایټالیا او امریکا د ولسمشرانو په ګډون د یوشمېر هېوادونو د مشرانو په حضور کې ترسره شي.

تمه ده چې په دې غونډه کې به د اروپا د بېلابېلو هېوادونو د شاهي کورنیو غړي هم ګډون وکړي او دغه مراسم به لندن کې ترسره شي.

میلمانه به لومړی په ویسټ منسټر کې ملکې ته درناوی وکړي. او د هر حکومت مشر به په لنکاسټر هاؤس کې د یاد کتاب لوستل او لاسلیک کوي او د یادولو وړ ده چې نصیر احمد فایق به د افغانستان په استازیتوب دغه یاد کتاب لاسلیک کړي.

اړوند موضوعات:

سعودي حکومت هغه یمني وګړې نیولې دې چې ویلی یی وو چې د ملکه الزبتهه لپاره ی عمره ادا کړې ده

د دې شمېر لوړ پوړو چارواکو شتون یوه نادره پېښه ده، چې ډله ییزې ناستې، برخلیک ټاکونکي شخصي خبرې اترې او په ځینو ډیپلوماتیکو پرېکړو کې ګډون کوي.

Leave a reply