سعودي حکومت هغه یمني وګړې نیولې دې چې ویلی یی وو چې د ملکه الزبتهه لپاره ی عمره ادا کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
هغه یمنی وګړی چې د بریتانیا د ملکې الیزابیت د عمرې مراسم یې ترسره کړي وو، د سعودي حکومت له خوا ونیول شو.
په برتانیې کې د خپرو شویو خبرونو له مخې، د سعودي چارواکو لخوا نیول شوی یمني سړی ادعا کوي چې د بریتانیا د ملکې لپاره د عمرې ادا کولو لپاره مسجد الحرام ته تللی و او یوه ویډیو یې هم خپره کړې وه.
په ویډیو کې هغه په مکه مکرمه کې یو بینر په لاس کې و چې پکې لیکل شوي وو ‘ما د ملکې الیزابت دوهم لپاره عمره ادا کړه، زه له خدایه دعا کوم چې هغې ته په جنت کې ځای ورکړي او هغه په نیکو خلکو کې حساب کړي.’
کله چې دغه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه، خلکو سختې نیوکې وکړې او د دغه کس د ژر تر ژره نیولو غوښتنه یې وکړه.وروسته د سعودي چارواکو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه سړی نیول شوی او محاکمه به شي.
ياده دې وي چې د برتانيې ملکه دوهمه اليزابت د سپټمبر په اتمه وفات شوې وه، د هغې جنازه به د سپټمبر په ۱۹ نېټه په وېسټ منسټر اېبي کې ادا کېږي.
#SaudiArabia #Yemen :This is Yemeni man now under arrest after photographing himself holding banner up inside the Great Mosque of #Mecca saying he was doing #Umrah for soul of #QueenElizabeth -this hashtag now trending #القبض_علي_الفاسق #ٱَلْمَسْجِدُ_ٱلْحَرَامُ #عُمْرَة #ٱلْيَمَن pic.twitter.com/oxX9RLLPjB
— sebastian usher (@sebusher) September 13, 2022
….
القوة الخاصة لأمن المسجد الحرام تقبض على شخص ظهر في مقطع فيديو يحمل لافتة داخل المسجد الحرام pic.twitter.com/PrwCywSsFw
— الأمن العام (@security_gov) September 12, 2022
………..






