ننګرهار ولایت ناکامورا پارک کې د “اتفاق او اتحاد زموږ قوت دی” تر سرلیک لاندې مشاعره ترسره شوه.

0
196

ننګرهار ولایت ناکامورا پارک کې د “اتفاق او اتحاد زموږ قوت دی” تر سرلیک لاندې مشاعره ترسره شوه.

10 نومبر 2022

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نوښت او د شګې ادبي او کلتوري ټولنې اوIPSO ادارې په همکارۍ د ډاکتر ناکامورا په سياحتي پارک کې يوه مشاعره جوړه شوه.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبر له مخې ياده مشاعره چې د ((اتفاق او اتحاد زموږ قوت دی)) تر سرليک لاندې د ښېوې ولسوالۍ د شګې لوی کلي کې جوړه شوې وه، چې په څنډه کې يې يو انځوريز نندارتون هم پرانېستل شو.

په ياده مشاعره کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نورمحمد حنيف وویل، چې دا هېواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټول افغانان په اتفاق او اتحاد سره د وطن د مادي او معنوي رغښت کې برخه واخلي.

اړوند موضوعات

د ننګرهار ولایت مرستیال والي مولوي ربانی ناصح نن ورځ د IOM ادارې ختیځ زون له مشر سره ولیدل.

په دې مشاعره کې تر ۳۰ زیاتو شاعرانو خپل شعرونه وړاندې کړل، چې محتوا يې د سولې، امن، هوساينې، پرمختګ، له اسلامي امارت څه ملاتړ، اتفاق او له وطن سره د مينې له رنګينيو ډکه وه.

Leave a reply