د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې د ترکیې له سفیر سره وکتل.

د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې د ترکیې له سفیر سره وکتل.
9 نومبر 2022
د اسلامي امارت د رسنیو له مرکزه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ورځ د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د ترکیې له سفیر محترم جهاد ارګینان سره د حکومت ړ اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر مفتي انعام الله سمنګاني هم حضور درلود، په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه ترکیې ته د مجاهد د وروستي بریالي سفر په اړه د نظر تبادله وشوه او دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې وکړې.
دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د دغه ډول سفرونو ترسره کول ګټور وبلل.
اړوند موضوعات
ذبیح الله مجاهد: د حکومتونو تر رسمیت پیژندنې د امت پېژندنه دوی ته ډېر ارزښت لري.
محترم ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت له هیئت څخه د ترکیې د ښه راغلاست له امله د مننې ترڅنګ له افغانانو سره د ترکیې د خلکو دوستي او په افغانستان کې د پانګونې لپاره د دغه هیواد د سوداګرو او صنعتکارانو لېوالتیا وستایله.






