ذبیح الله مجاهد: د حکومتونو تر رسمیت پیژندنې د امت پېژندنه دوی ته ډېر ارزښت لري.

0
181

ذبیح الله مجاهد: د حکومتونو تر رسمیت پیژندنې د امت پېژندنه دوی ته ډېر ارزښت لري.

28 اکتوبر 2022

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ترکیې په نړیوال کنفرانس کې د خپلې وینا پر مهال ویلي چې د حکومتونو تر رسمیت پیژندنې د امت پېژندنه دوی ته ډېر ارزښت لري.

مجاهد ویلي، ډېری هېوادونه د نړیوالو سیاستونو تر تاثیر لاندې دي خو په خبره یې مسلمان ملتونه دا ستونزه نلري، د ده په وینا مسلمانان د یو منسجم واحد ملت په شان له سیاسي چوکاټه وتلي او د افغانانو ملاتړ کولای شي.

 

مجاهد زیاته کړې چې د افغانستان خلکو له جهاده په ډیرو سختو شرایطو کې ملاتړ کړیو خو اوس باید د خپل هیواد ټپونه بیرته ورغوي او پر ټول امت د مرستې او ملاتړ حق لري.

اړوند موضوعات

ذبیح الله مجاهد: د امریکا لخوا د زور او فشار لاره کارول د ملتونو ترمنځ فاصله رامنځته کوي.

مجاهد د خپلو خبر پر مهال زیاته کړه چې: د افغانستا د بیا آبادولو په برخه کې هم لویې پانګونې ته اړتیا ده.
مونږ د سړکونو او ښارونو د بیا آبادولو برخه کې اړتیاوې لرو. دنیاوال کولای شي، په ځانګړې توګه د افغانستان په عمراني چارو کې پانګونه وکړي.

Leave a reply