د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر له یو شمېر افغان ښځینه فعالانو سره د ټول شموله سیاسي بهیر په اړه خبرې کړي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر له یو شمېر افغان ښځینه فعالانو سره د ټول شموله سیاسي بهیر په اړه خبرې کړي
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د مدني ټولنې له غړو او اعتراض کوونکو ښځو سره د ط.البانو تاوتریخوالی زیات شوی دی. د بدخشان پوهنتون لاريون کوونکي نجونې او محصلين د ا.ا.ا له خوا ووهل شول او په وروستۍ پېښه کې ظريفه يعقوبي او د هغې يو شمېر همکاران ونيول شول، چې برخليک يې لا هم معلوم نه دى.
(2022 / 11 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ښځو پر وړاندې د ط.البانو د چلند او د هغوی د توکم پالنې په سیاستونو باندې د نیوکو په دوام، یو شمېر افغان ښځینه فعالانو د اروپایی اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ له مسوولې جوزپ بوریل سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
ښاغلي بریل دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۹» په یوه ټویټ کې اعلان کړه او ویې ویل چې له افغان ښځینه فعالانو سره یې د ټول شموله سیاسي بهیر او د هېواد په سیاسي بهیر کې د ښځو د ونډې په اړه خبرې اترې وکړې.
وروسته له هغه چې ط.البانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د ښځو په وړاندې د هغوی د توکمپالنې په اړه اندېښنې زیاتې شوې او په ورته وخت کې د ط.البانو په شتون سره افغانستان د ښځو لپاره یو له بدو ځایونو څخه بلل شوی دی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن هم د یو شمېر افغان ښځینه فعالانو په حضور کې د یوې بلې غونډې اعلان کړی دی.
هغه د جوزپ بوریل ټویټ بیا خپور کړی او لیکلي یې دي چې ډېر ژر به په بروکسل کې یوه غونډه جوړه شي او یو شمېر افغان ښځینه فعالانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
اړوند موضوعات: