یونما: د ښځو پر وړاندې لۀ وسلو کار اخستل باید ودرول شي

0
168

یونما: د ښځو پر وړاندې لۀ وسلو کار اخستل باید ودرول شي

دغه لاريون د کابل په لوېديځ کې د کاج پر محصلينو له بريد وروسته پيل شو. د روانې میاشتې په اتمه نېټه د جمعې په ورځ په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۵ کسان ووژل شول او ۸۲ نور ټپیان شول.

 

(2022 / 10 / 1   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل کې د ط’البانو د حکومت له خوا د ښځو پر مظاهرو د تاوتریخوالي د ځپلو په غبرګون کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې د سوله ییزو مظاهرو د مخنیوي لپاره باید د وسلو کارول ودرول شي.

یوناما په داسې حال کې چې د نن ورځې په ګډون په تیرو دریو ورځو کې په کابل کې د ښځو لاریون په تاوتریخوالي ځپل شوی، د ط’البانو د تاوتریخوالي په وړاندې غبرګون ښودلی دی.

د جمعې په ورځ د کابل په لوېديځ کې د ښځينه محصلينو لاريون او د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلينو غونډه په جلا جلا توګه ترسره شوه او ط’البانو يې د هر ډول خبري پوښښ مخه ونيوله.

دغه لاريونونه د هوايي ډزو، برېښنايي شاکونو او د لاريون کوونکو په وهلو ټکولو ودرول شول.

لاریون کوونکو د هزاره ګانو د نسل وژنې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او د هزاره ګانو پر ماشومانو د پرله پسې بریدونو په غبرګون کې یې لاریون پیل کړ.

اړوند موضوعات:

 ملګرو ملتونو ایران کې دلاریون کوونکو پر ځپلو اندېښنه ښودلې ده

دغه لاريون د کابل په لوېديځ کې د کاج پر محصلينو له بريد وروسته پيل شو. د روانې میاشتې په اتمه نېټه د جمعې په ورځ په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۵ کسان ووژل شول او ۸۲ نور ټپیان شول.

Leave a reply