افغاني سرې میاشتې ټولنې پکتیکا ولایت کې ۶۰۰ کورنیو سره مرسته وکړه.

0
201

افغاني سرې میاشتې ټولنې پکتیکا ولایت کې ۶۰۰ کورنیو سره مرسته وکړه.

8 نومبر 2022

 

افغاني سرې میاشتې ټولنې په خپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې دوه ورځې وړاندې یې پکتیکا ولایت کې د ۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې ۶۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ترکیې هېواد په مرسته د خوراکي توکو اته قلمه مرسته ووېشله.

په وېشل شوې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰ کیلو وريژې، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، نیمه کیلو چای، ۲ کیلو بوره، ۲ کیلو مکروني او ۳ پاکټه بیسکټ ورکړل شول.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ټولنې غزني مرکز کې د ۱۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

د یادولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د یاد ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ کورنیو سره ورته مرسته ترسره شوې وه.

Leave a reply