افغاني سرې میاشتې ټولنې غزني مرکز کې د ۱۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

افغاني سرې میاشتې ټولنې غزني مرکز کې د ۱۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
8 نومبر 2022
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ټولنې له لورې د سیلاب ځپلو سره د مرستو په لړ کې دا ځل د غزني مرکز کې د ۱۵۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
خبرپاڼه زیاتوي د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت مرکز اړوند سیمه کې د ۱۵۰ سیلاب ځپلو او اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري یو نیم میلیون افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
اړوند موضوعات
افغاني سرې میاشتې ټولنې د کاپیسا تګاب کې د ۱۱۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
یاده دې وي چې له دې مخکې کاپیسا، ننګرهار، نورستان او ځینو نورو ولایتونو کې سلګونه سیلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرسته ویشل شوې.





