روغتیا وزارت: ننګرهار سرخرود کې د روغتیا مرکز لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

روغتیا وزارت: ننګرهار سرخرود کې د روغتیا مرکز لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

8 نومبر 2022

 

د روغتیا او صحت عامه وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۸۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ د سیاسنګ روغتیايي مرکز لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

 

د سرخرود ولسوالۍ اړوند د سیاسنګ روغتیايي مرکز لپاره نوې ودانۍ چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په مالي همکارۍ د ۲ کالو په موده کې جوړه شوې، نن د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر امیر محمد افتاب، د سرخرود او خوګیاڼو ولسوالیو د روغتیا مسؤل قاري جعفر روحاني، د شکایاتو د اوریدنې مسؤل قاري غلام حبیب جواد، د ریاست همکارانو، په ختیځ کې د UNHCR مسؤلینو، د سیمې اوسیدونکو او مشرانو په ګډون سره د یو لړ ځانګړو مراسمو او د پټۍ پريکولو په ترڅ کې رسماً افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ښاغلي افتاب د UNHCR ادارې څخه مننه وکړه چې د روغتیايي مرکز لپاره یې یوه مجهزه او معیاري ودانۍ جوړه او د سیمې اوسیدونکو په واک کې یې ورکړه. همدارنګه یې ترې د روغتیا په پريکولو په ترڅ کې رسماً افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ښاغلي افتاب د UNHCR ادارې څخه مننه وکړه چې د روغتیايي مرکز لپاره یې یوه مجهزه او معیاري ودانۍ جوړه او د سیمې اوسیدونکو په واک کې یې ورکړه. همدارنګه یې ترې د روغتیا په ۴برخه کې د نورو مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه.

اړوند موضوعات

پکتیکا ولایت کې تیر یوه کال کې ۲۵ روغتیایي مرکزونه فعال شوي.

دغه راز د سیمې اوسیدونکو د عامې روغتیا رئیس او د UNHCR ادارې مشر د دستار په تړلو ونازول او د هغوی د خدمتونو قدرداني یې وکړه. او د دوی سره یې د خپلې سیمې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.
همدارنګه هغه کارکوونکي چې د ودانۍ په جوړولو او په روغتیایي برخه کې یې ښې کړنې ترسره کړې وې وستایل شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载