پکتیکا ولایت کې تیر یوه کال کې ۲۵ روغتیایي مرکزونه فعال شوي.

0
183

پکتیکا ولایت کې تیر یوه کال کې ۲۵ روغتیایي مرکزونه فعال شوي.

8 اکتوبر 2022

د پکتیکا ولایت مرستیال والي مولوي محب الله حماس پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په دغه ولایت کې د نورو خدمتونو تر څنګ روغتیایي خدمت ته ډیره مخه کړی.

د پکتیکا ولایت زیاتې سیمې د روغتیایي خدمتونو بې برخې پاتې شوې وی، چې خلک یې د زیاتو تکلیفونو سره مخ وه، خو اوس دغه ستونزه تر ډیره حده حل شوی.

حماس زیاته کړه چې د ښرنې او یو شمیر نورو روغتونو بسترونه زیات کړي او تر څنګ یې ۲۵ نور نوي روغتیایي مرکزونه فعال کړي او اوسمهال په خپلو خدمتونو بوخت دي.

یاده دې وي چې د پکتیکا ولایت لرې پرتې سیمې په تیرو شلو کلونو کې له روغتیایي خدمتونو بې برخې وې او اوس هم زیاتو سیمو کې چې له مرکز څخه په سوونو کیلو متره لرې دي، دا ستونزې شته؛ خو اسلامي امارت ډاډ ورکړی چې ټولو سیمو کې به روغتیایي خدمتونو مرکزونه فعال کړي.

اړوند موضوعات

ترکیه وایي د افغانستان له خلکو سره په روغتیایي برخه کې مرسته کوو.

دغه ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو د کموالي له امله هم خلک زیات شکایت کوي او وایي چې په مرکزونو کې ښځینه ډاکټرانې ډیرې کمې دي.

Leave a reply