ترکیه وایي د افغانستان له خلکو سره په روغتیایي برخه کې مرسته کوو.

ترکیه وایي د افغانستان له خلکو سره په روغتیایي برخه کې مرسته کوو.

19 سپتمبر 2022

په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین د روغتیا وزارت له سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد سره کتلي دي.

 

د ترکیې سفیر په دې لیدنه کې له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې پر مرستو ټینګار کړی. نوموړي ژمنه کړې چې هېواد به یې له افغانستان سره په روغتیايي خدماتو او د طبي زده کړو په برخه کې همکاریو ته دوام ورکوي.

اړوند موضوعات

د عامې روغتیا وزیر لۀ نړۍوالې غوښتي چې افغانستان  سره د روغتیا برخه کې مرسته وکړي  

په ورته مهال د اسلامي امارت د روغتیا سرپرست وزیر له افغانستان سره د ترکیې له مرستو مننه کړې، خو غوښتنه یې کړې چې ترکیه باید د افغانستان له روغتیايي سکټور سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي ویلي، روغتیا وزارت یو غیر سیاسي بنسټ دی او د نړیوالو سازمانونو مرستو ته اړتیا لري.