د عامې روغتیا وزیر لۀ نړۍوالې غوښتي چې افغانستان سره د روغتیا برخه کې مرسته وکړي

قلندر عباد د دغې غونډې جوړېدل د دغې ډلې ترمنځ د ګډې همکارۍ د پياوړتيا په برخه کې مهم وبلل او په افغانستان کې يې د نړيوالو روغتيايي شريکانو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه غونډه د ایران په کوربه توب د عراق، افغانستان او پاکستان د روغتیایی استازیو او د روغتیا د نړیوال سازمان په همکارۍ د استقلال هوټل د دریا نور په تالار کې جوړه شوه.
(2022 / 9 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د عامې روغتیا وزیر ويلې چې، نړیواله ټولنه دې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دغه وزارت سرپرست قلندر عباد په تهران کې د روغتیا په برخه کې د پنځمې ډلې د لوړ پوړو متخصصینو په غونډه کې ګډون وکړ او وینا یې وکړه.