اقتصادي معاونیت: د لمریز کال تیرو اوو میاشتو کې افغانستان یو میلیارد او ۸۵ میلیونه ډالرو صادرات کړي.

0
237

اقتصادي معاونیت: د لمریز کال تیرو اوو میاشتو کې افغانستان یو میلیارد او ۸۵ میلیونه ډالرو صادرات کړي.

8 نومبر 2022

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت، بهرنیو هېوادونو ته د افغاني محصولاتو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې افغانستان په تېرو اوو میاشتو کې د یو میلیاردو ۸۵ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.

 

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په راپور کې ویل شوي دي: افغانستان په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د ۸۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، خو د ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې، د یو میلیاردو ۸۵ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې، که د صادراتو لړۍ په همدې ډول روانه وي؛ د روان کال د صادراتو کچه به دوه میلیاردو ډالرو ته ورسېږي چې دا د هېواد د سوداګرۍ په تاریخ کې یو بې ساری ګام دی.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ په سلو کې ۹۷ سلنه توکي پاکستان، ایران، هندوستان، تاجکستان، عربي متحدو اماراتو، ازبکستان، قزاقستان، چین، سعودي عربستان او عراق او پاتې ۳ سلنه یې د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال نن ورځ د قرغزستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره وکتل.

په راپور کې ویل شوي چې په یادو توکو کې ۶۵ سلنه یې د ډبرو سکاره، انار، انګور، ممیز، آلو، انځر، رومیان، الویرا، پومبه او ۳۵ سلنه نور یې نور بېلابېل توکي دي.

Leave a reply