د پکتيا روغتيايي علومو انستېتيوت څخه ۱۶ ښځينه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل
د پکتيا روغتيايي علومو انستېتيوت څخه ۱۶ ښځينه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
7 نومبر 2022
د پکتيا روغتيايي علومو انستېتيوت فزيوتراپي څانګې څخه ۱۶ تنه ښځينه زده کوونکې فارغې او ټولنې ته د خدمت په موخه ور وپيژندل شوې.
د پکتيا عامې روغتيا رئيس صدرالدين عزام په خپلو خبرو کې فارغ شويو زده کوونکو ته مبارکي ورکړه او د افغانستان لپاره د ناروې کميټې څخه يې وغوښتل چې د روغتيايي علومو په برخه کې خپلې مرستې دوامداره وساتي.
د پکتيا روغتيايي علومو انستيتیوت د افغانستان لپاره د ناروې، سويډن کميټې او د Hand Cip مؤسسې په مالي ملاتړ خپل فعاليت ترسره کوي.
د افغانستان لپاره د ناروې کميټې عمومي مسؤل تاريا ژمن وکړه چې دوی به د روغتيا په برخه کې خپلو مالي همکاريو ته دوام ورکوي.
اړوند موضوعات
کابل کې ۴۵۰ پوليسو د مسلکي زده کړو د فراغت سندونه ترلاسه کړل
فارغو شويو ښځينه زده کوونکو خوښي وښوده چې په روغتيايي برخه کې يې نيمه لوړې زده کړې وکړې، دوی له ناروې کميټې وغوښتل چې د ښځينه زده کوونکو لپاره د روغتيا په برخه کې تر ليسانس درجه پورې د زده کړو زمينه برابره کړي.