کابل کې ۴۵۰ پوليسو د مسلکي زده کړو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

0
211

د افغانستان ا.ا د کورنيو چارو وزارت وايي چې شاوخوا ۴۵۰ تنه د کابل امنيه قوماندانۍ اړوند حوزو پوليس وروسته له يو نيم مياشتنيو شرعي او مسلکي زده کړو څخه د کابل د پوليسو له تربيوي مرکزه فارغ شوه.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې فارغ شوي کسان به د اسلامي او ملي قوانينو په رڼا کې کابل ښاريانو ته خدمات وړاندې کوي.

د کورنيو چارو وزارت په يوې بلې خبرپاڼه کې ويلي چې، تازه په تازه په کندهار کې هم ۶۰۰ پوليس وروسته له يو لړ شرعي او مسلکي زده کړو څخه فارغ شوي دي.

Leave a reply