کندهار کې هغه زورواکی ونيول شو چې د بل شخص نکاح کړې ښځه يې ځانته نکاح کړې وه
د کندهار ولايت څخه راپورونه وايي چې په دې ولايت کې هغه زوراکی د امنيتي مسؤلينو لخوا نيول شوی چې د بل سړي نکاح شوې ښځه يې ځانته په زور نکاح کوله او له دوه اولادونه سره يې پاکستان ته لېږدوله.
د دغه شخص نور هويت لا نه دی برملا شوی.
يوې معتبرې سرچينې يوې ځايي رسنۍ ته ويلي چې د نکاح شوې ښځې خاوند په ايران کی دی او دغه زوراکي کس لومړی يادې ښځې ته نشه يي توکي ورکړي او بيا يې ورسره نکاح کړې ده.
د راپورونو له مخې دغه ښځه اصلاً د هرات ولايت ده چې تمه وه د خپلو دوو اولادونو سره د ۴۰۰ زره ډالرو په مقابل کې له ياد زورواکي شخص سره پاکستان ته واوړي.