په پنجشیر کې د ځمکې ښویدنې یو ماشوم وژلی او مور یې ټپي کړې ده

0
181

په پنجشیر کې د ځمکې ښویدنې یو ماشوم وژلی او مور یې ټپي کړې ده

د يادونې وړ ده، چې د بدخشان په يو شمېر ولسواليو کې د واورې ورښت او سختو اورښتونو د دغه ولايت مرکز ته غځېدلې لارې تړلې دي. په همدې حال کې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د احتمالي بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.

(2022 / 11 / 7    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په دره کې د غره د ښویېدو له امله یو ماشوم وژل شوی او د ماشوم مور ټپي شوې ده.

د چارواكو په وينا، دا پېښه د شنبې په ورځ د عقرب په ١٤مه د دره ولسوالۍ په “قلعه تكړه” سيمه كې رامنځته شوې ده.

د پنجشېر ولايت د عامې روغتيا رئيس اسدالله نجات وايي، ټپي شوې مېرمن د دغه ولايت د يوه روغتيايي مرکز کارکوونکې ده.

په ورته وخت کې په بدخشان ولایت کې له څو ورځو بارانونو وروسته د ځمکې ښویېدو څلور تنه وژلي دي.

اړوند موضوعات:

بدخشان ولایت کې ځمکه ښویېدنه؛ د وژل شوی کسانو شمېر څلور کسانو ته لوړ شو  

Leave a reply