بدخشان ولایت کې ځمکه ښویېدنه؛ د وژل شوی کسانو شمېر څلور کسانو ته لوړ شو

بدخشان ولایت کې ځمکه ښویېدنه؛ د وژل شوی کسانو شمېر څلور کسانو ته لوړ شو
د ترلاسه شوو راپورونو له مخې په دې پیښه کې د وژل شوو دریو تنو جسدونه تر ځمکې لاندې را ایستل شوي دي. د يادونې وړ ده، چې د بدخشان په يو شمېر ولسواليو کې د واورې ورښت او سختو اورښتونو د دغه ولايت مرکز ته غځېدلې لارې تړلې دي. په همدې حال کې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د احتمالي بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.
(2022 / 11 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په بدخشان ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په میمنې ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدو له امله څلور تنه وژل شوي دي.
د ميمنې ولسوالۍ ولسوال محمد نسيم محمدي وايي، چې دغه ځمکه له څو ورځو باران وروسته د غبرګولي په ١٤مه، د شنبې په ورځ غرمه مهال رامنځته شوه.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې څلور تنه وژل شوي دي. تر هغه وړاندې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس معیز الدین احمدي ویلي وو، چې په دې پېښه کې یوازې یو تن وژل شوی، دوه تنه لادرکه دي او یو تن ټپي شوی دی.
د ترلاسه شوو راپورونو له مخې په دې پیښه کې د وژل شوو دریو تنو جسدونه تر ځمکې لاندې را ایستل شوي دي. د يادونې وړ ده، چې د بدخشان په يو شمېر ولسواليو کې د واورې ورښت او سختو اورښتونو د دغه ولايت مرکز ته غځېدلې لارې تړلې دي.
اړوند موضوعات:
افغانستان په لومړي ځل چین ته د ځمکې له لارې نن ورځ د ۱.۵ زرو ډالرو ارزښت ۷۵ جلغوزي صادر کړل.
په همدې حال کې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د احتمالي بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.






